دروسيی کلک ګواښ اوګوت څڼدنه امريکی ته
            ژباړونکی:(عزيزاحمدخوارمل ) ژباړونکی:(عزيزاحمدخوارمل )

دروسيی کلک ګواښ اوګوت څڼدنه امريکی ته، د ايران پرضد دنظامي يرغل دپيل کيدوپه هکله!

       د روسيي دباندنيو چارووزارت  ديوی  قهرجنی بيانی  په خپريدوسره په دی  دليل چې دامريکی هيواد  ترټاکلی اندازه نه ډيرزيات په زورځواکی باندی  تکيه دی،وامريکی ته د ايران پرضد دنظامي يرغل دپيل کيدو له امله  کلک ګواښ ،ګوت څڼدنه اوپرهغه يې  ګوت نيوني کړيدي .

    آسوشيتدپرس وليکل ،په دغه بياني کې چې دتيری سه شنبی  په ورځ خپورشوپه هغه کې ليکل سوي  دی چې مسکوداوسنی نړيوال کړکيچونودليری کول په خاطر هغه وخت  دامريکی  سره ومرستی  ته تيار دی ، چې واشينګتن دروسيي دهيواد سره ديوبرابرملګری  په شان کړني وکړي .

        دغه بيانيه چې  په دکاغذ دپاڼوپر (۷۰)اوياومخونو باندی  ليکل  سويدی ديولړ سوړاوپڅواړيکوپه اړه دروسيي اودامريکی ترمنځ چې اوس مهال  دنړيوالوموضوعګانواومسايلوپه هکله  رامنځته سوي دي  يادونه پری سويدی ددی دليل برسيره ، چې دامريکاهيوادزيارايستلی ترڅو پرايران باندی چې ددی هيواد دآټومی اوهستوی پروګرام په اړه ،دفشارد ډير يدلوپه موردکې، مسکو يې هم ملاتړکړيدی خوبيا هم په دی بيانی کې پردغه ملګرتياباندی ټينګار شوی دی .     

       دروسيي دباندنيوچارودوزارت په دغه بياني کې دامريکی وهيواد ته کلک ګواښ او ګوت څڼدنه دنظامي يرغل دپيل کيدوله امله  چې  د ايران پرضدترلاس لاندی  نيولی شويدی  خپور  شويدی اومسکودواشينګتن څخه  غواړي چې دتهران سره دی دننی کړکيچ دليری  کولوپه خاطر  په مستقيم ډول سره  خبراتری پيل کړی ،اوهمدارنګه  په عين حال کې  دايران  لاس نه  اخيستل ،داورانيوم  دبډای کولواو دتم کيدلواودريدلو په هکله  پدی بياني کې  دغه  مسئله ناسمه اوناجوړه ونکی  توصيف سويدی  ./

 

 


روسيي وامريکی ته په ټينګه اوزغرده سره وويل  : دامريکی سياست دايران پرضد" دتمدونونوترمنځ به دشخړواودجګړو"درامنځته کيدوسبب وګرځي !

          دروسيي دباندنيوچارووزير وويل : مسکودامريکی دمتحده ايالاتوڅخه  يې غوښتي  دي چې دايران  په شااوخواکې دی  دشخړواوجنګ جګړوڅخه  ځان وساتې ،ځکه ممکنه ده دغه امر د" دتمدونونوترمنځ به دشخړواودجګړودرامنځته کيدوسبب وګرځي  .

        دريانووستي دانټرنټی پاڼی دخبرپه حواله،"سرگئي لاوروف" ويلی دی : نړيواله ټولنه  داهيسی نه چې دايران په شااوخواسيموکښی دوضعيت دخطرپراخوالی،دخپل ځان په قربانی سره رانيسی، بلکی بايد په دی ډول دايران سره د امريکا دښه حسن  نيت اوزياراودتلاښونواودښوعادی اړيکودرامنځته کيدوپه انتظار وه وسي  .

       دروسيی دباندنيوچارووزريرپه دی هکله يي وويلې دی: دايران کړکيچ کولاشی ډيره ورانه ونکی راتلوونکی دتمدونونوپه منځ کې را منځته کړي  اوله دی کبله دامريکی دهيواد واکداران بايد روښانه کړي اوپه ثبوت يې ورسوي چې "دتمدونونوسره دجنګ جګړی "دتياری په حال کې نه دي .

      سرگئي لاوروف د "محمد خاتمي" دايران دپخوانی جمهور رئيس دسفر په هکله وامريکی ته اود هغه  دليدنو اوکتنو  په دی موردکې  له دی هيوادڅخه،ليکلی يې دی  :امريکا يي چارواکي کولای سی دايران سره دخبراترواومخامخ مذاکراتوله لاری ويوی موافقی ته سره ورسيږي  .

     دروسيي دباندنيوچارووزريروايي دخاتمی سفروښودل چې دتمدونونوترمنځ خبراتری به په يو ګټورکانال دامريکی دپاره ،دايران سره دښواړيکوپه رامنخته کولوکې ،به بدل شی . /

 

 


 

جنرال ايواشوف وايي: پنتاگون پلان  لري چې د ايران پر نظامي جوړښتونوباندی يرغل ترسره کړی !

         دمسکو د«نووستی» دخبری  رسنی په حواله  / جنرال "لئونيد ايواشوف"دروسيی  د ژئوپوليتيکوعلومود آکادمی درئيس معاون د«نووستی» سره په يوه مصاحبی کښی وويل :پنتاگون پلان  لري اوغواړي چې په دی نږدی راتلوونکی  کې  د ايران پر نظامي جوړښتونوباندی يرغل ترسره کړی ،

        ده ديولړتوضيحاتوپه ارايه کولوسره چې دپنتاګون لخوايونظامي يرغليز عملياتی پلان د " نـــيش"  په نوم ترلاس  لاندي  دجوړيدو په حال کې  دی  او دغه موضوع په يو شميرورځپاڼواورسنيوکښی هم خپور شويدي ، په دی هکله  ده  وويل  : " په دی اړه بايد ووايم سربيره  پردي  چې نظامي  عمليا ت به تر سره شی اويا په دقيقه توګه ووايم  چې دتيری عمليات  به دايران پرضد ترسره شی ،زه کوم شک په کښې کې نه ووينم ".

         جنرال ايواشوف ددی مطلب په توضيح کولو سره وويل  دامريکا اواسرائيلودعمومی اړيکودکميټي  دکنفرانس  جوړيدل چې دمارچ په مياشت کې په واشينګتن کې جوړاوترسره شواوپه هغه کې فيصله وسول چې دامريکی  دجمهورئيس جورج ډبليوبوش  ددولت څخه بايد ملاتړوشی،اوپه همدارنګه  له دغه حقيقت څخه  واضيح معلوميږی کله چې دامريکی  کنګري فيصله  وکړچې  پرايران  باندی نظامي يرغل کول بيله  دکنګري  له حکم او اجازه نه پرته دجمهوررئيس دپاره منع دی اوجمهوررئيس پرخپل سر نه  شی کولای  داکار ترسره کړی  وروسته دڅوورځوپه تيريدوسره  دکنګری  دغه فيصله لغوه  اعلان سو ،چې دغه امرپه ښکاره ډول  دنظامي يرغل کولويوه روښانه نښانه  ده .

        ايواشوف څرګنده کړ: " موږپه قطعی ډول  سره ودی  نتيجي ته رسيدلای  يو چې دغه نظامي عمليات ترسره کيدونکی دی . همدارنګه اسرائيلی  ټولنی ،امريکايې اواسرائيلی جګ پوړي چارواکي چې داسرائيلودباندنيوچارودوزيری په  غړيتوب  سره ددواړوهيوادونواستازی  په نوموړي  کنفرانس کې ګډون درلود ،پرايران باندی دنظامي يرغل په دستور ټول هم ږغ سول اودنظامي يرغل ددستورفيصله او تصويب هم سره وکړل " .

         د ايواشوف په هاند،امريکا دمځکني نظامي عملياتوپلان نلری .دغه روسيی نظامی او سياسي کارپوه ټينګار کوی"  په اغلب  ګومان سره به مځکني يرغل ترسره نه شی ،مګرپراخ هوايې ټينګ ګوزارونه اوويجاړيدونکی يرغلونه به  ترسره شی ترڅودايرانی نظامي ځواکونواودنظامي پتانسل ټينګيښت اوواک له منځه ولاړ شي اوپه نظرکې لري چې دايران  اداری مرکزونه ،اقتصادی  حساس اومهم جوړښتونه  اوکيدی سی دايران دحکومت حکومتی  برخي  هم له منځه يوسي " .

       ايواشوف په دی  هکله وويل ،کيدی سی پنتاگون دهستوي اوتاکتيکی وسلود ټينګ اوکلک ګوزارونو په په ترسره  کولو سره دايران پراټومی  اوهستوی  صنايعوباندی نظامي يرغل ترسره کړی ،دِغه روسيي جنرال  په  دی هکله باوري  دی چې امريکا به ممکن دلږحجمه نظامي هستوي وسايلوڅخه به هم کارواخلي ".

       دغه نظامي اوسياسی کارپوه په ټينګارسره وايی چې دپنتاګون دغه لاس لاندی  دجوړيدوپه  حال کې نظامي يرغليزعملياتی  پلان کولای سی په ايران  کې ورځنی ژونداوچاري  له منځه يو سي اودخلکوپه  منځ  کې وراخطايې ،بيره اوپه ټول هيواد کې وضعه دګډوډی اوشورماشور وخواته بوزي اوپه ټول هيواد کې به نامشخصه وضعيت اوحالت رامنځته کړي .

        جنرال ايواشوف وويل :دغه  نظامي يرغل به په ايران  کې دقدرت پرسره د مبازری لمنه پراخه کړی اودهغه څخه به وروسته په اغلب ګومان سره  نوری دندی دسولی  درامنځته کيدلودپاره ترسره سي  اواجازه به ورکړی ترڅويوامريکا يي پلوه ی دولت به  په ايران کې دواک پر سرکښينوی  ".

           لئونيد ايواشوف  زياتوی دغه به ټوله ترسره شی  ترڅودامريکی دجمهوريت غوښتوونکی دولت موخي چې تل اعلانوی اووايی  دايران هستوی اواټومی پتانسيل وران شی  ،دغه خبره وساتل شی .

          جنرال ايواشوف ددی خبری  پخلی وکړددی عملياتو په  ټولوهغه  راتلونکی  پيښوکې  چې ممکنه ده دعراق په شان جنګ ځپلی هيوادکې اوپه ټول منځني ختيځ کې دمځکی اودخاوري ويشل  به رامنځته کړی"ځکه دغه طرحه په بالکان کې ګټوررامنځته شو اوپه دی  اړه له دغه تجربی  نه به دستر(لوي )نږدی ختيځ په هکله به ورڅخه کار واخيستل شی او يا دکاراخيستلوپه حال کې دی  ".

         دغه روسيی جنرال ديوی بلی پوښتنی په ځواب کې،چې ايا روسيه په دی توانيدلای سي چې دډيپلماتيکولاروچارو په کاراخيستلوسره دوضعی دنه پراختياپه اړه باندی، پرايران تاثير کښيږدی ؟ ايواشوف داهيسی وويل : "مسکو خپل تاثيربايد ولري اودملګرومليتونودسازمان سملاسی غونډه اوناسته  هم  ددغه نظامي اوعملياتی يرغل  اوترکاراولاس لاندی  يرغليز پلان دمسئلي څيړنه وه  چې  يوغير قانونی تيري پرايران باندی ممکن ترسره سی او صورت مومی، او دملګرومليتونودمنشور دنه رعايتولو اونقضولومندرجواصولوپربنسټ  دغه سملاسی  غونډه جوړه شوه ".

         لئونيد ايواشوف  روسيی جنرال په دی باوردی " روسيه په دی ځای کې کولای سی چې دچين اوفرانسی اودملګرومليتونودسازمان دامنيت دشورادنوروغير دايمی غړی هيوادونوسره په دی هکله په  ډليز ډول کاروکړي اوددغه ډول  پرخپل سر،چارو اوددغسي نظامي عملياتی تيری اويرغل څخه مخ نيوی وکړي". /

 

 

 


April 1st, 2007


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
مسایل بین المللی